په تخار ولایت کې دیني عالمانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

1 Views

هندوکش ـ تخار: په تخار ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې د ملي پروسې ملاتړ سربیره د اوربند غوښتنه وکړه.
د غونډې ګډونوالو په ځانګړي ډول له طالبانو وغوښتل چې د سولې په تړاو له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړئ او له جګړې لاس واخلئ.
د تخار ولایت د علماو شورا رییس عبدالصمد محمدي وايي، چې د هېواد پرمختګ او سوکالي یوازې په سوله کې ده او بس.
دیادونې وړ ده، چې یاده غوڼده د تخار ولایت په مرکز په یوه خصوصي پوهنتون کې په ټولنه کې دسولې اهمیت تر غنوان لاندې جوړه شوې وه.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments