په بیلابیلو عملیاتو کې ۱۱۹ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د يو لړ عملیاتو په لړ کې د دوه داعشيانو په ګډون ۹۳ ترهګر وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ: «دغه عملیات د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار ، زابل ، بادغیس، فراه فاریاب، بغلان ، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي». خبر پاڼه زیاتوي: « په یادو عملیاتو کې د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۲تنه ترهګر هدف ته له رسیدو مخکی وژل شوي دي».
د خبرپاڼې له مخې: « په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ چاڼیز ، ۲۴خاص کماندویي او۲ شپني عملیات د هیواد په 19 ولایتونو کې په لاره اچول شوي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۱۶پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۱۶هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي».
ياده دې وي چې په وروستیو کې د دښمن د خوځښتونو له ډيروالي سره سم د ملي امنيتی ځواکونو موخه ایز عملیات هم تیز شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *