په بهرامچه کې د يوې کورنۍ پر عزت د تيري په پار د طالبانو د يو سیمه ایز قومندان ناکامه هڅه

comments 0

0 Views

هندوکش ـ لښکرګاه: په هلمند کې د طالبانو د يو سيمه ایز قومندان ملاخان دوه کسان وروسته تر هغه و وژل شول چې غوښتل يي د يوې کورنۍ پر عزت تیری وکړي.

د هلمند د بهرامچې يو تن ځايي اوسیدونکي له هندوکش سره په خبرو کې وويل چې ملاخان له خپلو وسله والو کسانو سره يو ځای یو کور ته د ننه کيدو سره سم غوښتل د يوې پتمنې میرمنې پر عزت لوبې وکړي چې د يادې میرمنې د خاوند تر ممناعت وروسته وسله واله نښته شوې چې د ياد قومندان د دوو کسانو په ګډون د کور مالک هم پکې وژل شوی او د کلیوالو له راوتلو سره سم د ملاخان په ګډون يي پاتې کسان له سيمې تښتيدلي دي.

نوموړي وويل:« د طالبانو څو تنه وسله وال کسان يو کور ته د ننه شول، اول څه خبره نه وه ځکه ملا خان په بهرامچه کې اکثريت خلک پيژني،تر لږ ځنډ وروسته چيغې او نارې سورې شوې، د کور خاوند په زوره زوره  چيغې وهلې چې ملا خان يي د میرمنې عزت لوټي… تر لږ ځنډ وروسته په کور کې د ډزو غږونه شول، کلیوال راغلل خو د ملاخان کسانو په دې پلمه چې ياد کس دده پر کسانو ډزې کړي او حکومت ته يي د دوی په اړه معلومات ورکول و واژه.»

د سيمې خلک وايي:« د ملاخان د دوو وژل شویو کسانو مړي هم هلته پاتې وو او يادې میرمنې هم د کلي خلکو ته وویل چې دوی غوښتل عزت يي ولوټي خو چې خاوند يي د خپل غیرت او ناموس په پار مقاومت وکړ نښته وشوه او دا دوه کسان د نوموړې ميرمنې خاوند و وژل او وروسته دوی د هغې خاوند هم و واژه.»

د بهرامچې خلک وايي چې له دې کيسې نيږدې ټوله سیمه خبره ده او ملاخان اوس نامعلوم لوري ته تښتيدلی دی او د وژل شوی کس په اړه يي داسې اوازه خوره کړې چې دې کس د دوی معلومات حکومت ته ورکول حال دا چې وژل شوی کس يو بزګر وو.

دا پيښه په داسې حال کې شوې چې تر دې مخکې په بهرامچه کې طالبانو يو بزګر هم ددې په پلمه چې دوی ته عشر نه ورکوي دوی په وهلو وهلو سره وژلی وو.

د سيمې خلک وايي چې دې بزګر ته د طالبانو لس ګروپونه لس ځلې د عشر په پلمه راغلي وو او چې بزګر په وروستي ځل د عشر له ورکړې ددې له امله چې لس ځلې ي ترې اخیستی وو انکار کړی وو په خپله کرونده کې طالبانو په ډير بې رحمانه ډول تر وهلو وروسته وژلی وو.

د ياد بزګر د وژل کيدو انځورونه په ټولنیزو پاڼو کې هم ډير زيات شريک شوي وو.

تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي خو باید وویل چې طالبان په کلیو کې د ورته وحشتونو په تړاو تل چوپه خولو وي او د ورته پيښو په اړه ددې ډلې قضاوتونه هم يو اړخیز وي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *