په بنسټیزو پروژو بریدونه د حکومت د بدنامۍ لپاره دي

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، پر ښارونو او ولسوالیو د مخالفینو بریدونه د دې لپاره دي چې ملي زیر بنایي برنامې وځنډوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
سرور دانش چې د مسلکي زده کړو معینیت په یوه غونډه کې خبرې کولې په ډاګه کړه چې د افغانستان دښمنان کار کوي چې څنګه ولسونه د حکومت پرضد راپورته کړي.
دانش وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې په عامه ځایونو او بنسټیزو پروژو په یو وخت بریدونه د دې لپاره دي چې حکومت مصروف وساتي او لومړیتوبونه ترې پاتې کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال دغه راز ډاډ ښودلی چې حکومت د راتلونکو ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو برخه کې جدي دی او په ټاکلي وخت یې ترسره کوي.
د ولسمشر د فرمان پر اساس د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له دغه وزارته جدا او له معینیت په خپلواکې ادارې بدل شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments