په بلوچستان کې د پاکستاني ملا په کور کې د چاودنې پر مهال افغان طالبانو څه کول؟

comments 0

14 Views

هندوکش ـ کوټه: په بلوچستان کې په کلاسيف الله سیمه کې د يو پاکستاني ملا په کور کې په چاودنه کې د اوو تنو په منځ کې يو مهم افغان طالب قومندان هم وژل شوی دی.

ویل کيږي په دې چاودنه کې چې  سټيشن کلی ته نيږدې شوې د شيخ عبدل جوګيزي کور پکې په نښه شوی دی چې ماشومان هم پکې ټپيان شوي دي.

د دې کورنۍ یو خپلوان خیرمحمد وي.او.اې ډيوه ته وویل:« په چاودنه کې د کورنۍ څښتن عبدل جوګیزی، د هغه څلور زامن ملا حبیب الله، عصمت الله، نقیب الله، رحمت الله، یوه لمسۍ او لمسی وژل شوي دي.»

سرچینه زياتوي:«اووه کسان په پېښه کې وژل شوي دي، دوه مړي لږ روغ دي، د نورو مړي نه شته له شاوخوا باغونو مو د غوښو ټوټې را ټولې کړې، څلور پینځه بورۍ مو ځنې ډکې کړې دي، چې اوس هم په روغتون کې دي.»

ويل کيږی د جوګيزي زوی ملاحبیب الله له افغان طالبانو سره وو او یو نیم وخت به افغانستان ته هم د وحشتونو لپاره راته چې وژل شوی دی.

جوګيزی چې په شیخ مشهور دی په کوټه کې د کوټې شورا او افغان طالبانو لپاره چندې کوي او په مدرسو کې هم افغان طالبان چې د درس په پلمه هلته تلي دي په افغانستان کې جګړې ته هڅوي.

ويل کيږی په همدې شپه ملاجوګيزي ځينې خاص ميلمانه هم لرل خو پاکستاني چارواکو په دې اړه رسنیو ته نور معلومات نه دي ورکړي ولې لیدل کیږي چې د نوموړي ملا کور تقريبا ټول تباه شوی دی.

د کلاسیف الله یوه لېویز پولیس- چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وي.او.اې ډیوه ته وویل:« د عبدل جوګیزي زامن اکثر د (لوی بند) او (بادیني) له لارې افغانستان ته تلل او وایي تېره شپه یې هم په ټرېکټر کې چاودېدونکي مواد بارول چې ورباندې وچاودېدل.»

ويل کيږی د جوګيزي کورنۍ به افغان طالبانو ته د بوشکه اي بمونو لپاره مواد له پاکستاني پوځ څخه اخيستل چې بیګاه شپه يي هم په تريکټر کې يوه ټالۍ مواد راوړي وو چې شونې ده چاودنه د همدي ټريکټر د چاوديدو له امله رامنځ ته شوي وي.

کلاسیف الله د ږوب او لورالای تر منځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي. کلاسیف الله ته نیژدې ګوال اسماعیلزۍ هغه ځای دی، چې د افغان طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا دادالله او منصور دادالله د استوګنې سیمه بلل کېږي.

له ګوال اسماعیلزۍ څخه وخت په وخت د ځینو پېښو خبرونه هم ورکړل شوي دي، چې په نتیجه کې يې پاکستاني ځواکونو په دې سیمه کې د پلټنې عملیات هم تر سره کړي دي.

یاده دې وي چې د جوګيزي په شان ډيری کوټه ميشتي ملایان چې له ای اس ای او پاکستاني پوځ سره نيږدې اړيکې لري  د افغان طالبانو پټ ملاتړ کوي.

که څه هم پاکستاني رسنیو په ځينو برخو کې ددې بريد کيدل بل ډول تعبیر کړي دي خو د سيمې خلک وايي چې دوی به بار بار ليدل چې له چاوديدونکو ډک ټريکټر او موټر به د جوګیزي کور ته راتلل.

Share this page to Telegram

Comments