په بلخ کې ۱۵ طالبان د خپل ماین د اېښودو پر مهال ووژل شول

comments 0

4 Views

هندوکش ـ بلخ: په بلخ کې د اردو چارواکي خر ورکوي، چې د طالبانو د ماین جوړونې یوه انجینر په ګډون پنځلس طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضایي رسنیو ته ویلي، چې پېښه د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ هغه وخت شوې، چې طالبان په نظامي زده کړو بوخت وو.
د اردو د راپور له مخې تېره میاشت یواځې په فاریاب کې شل طالب جنګیالي د خپلو ماینونو په چاودنو وژل شوي دي.
د اردو چارواکي وایي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ماینونو تګلاره غوره کړې چې یا پرې خپله چادونه کوي یا د ملکي وګړو پر موټرونو پسې چې مرګ ژوبله یې هم ملکي کسانو ته اوړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments