په بلخ کې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید په شا وتمبول شو

comments 0

2 Views

هندوکش ـ بلخ: د هېواد په شمال کې امنیتي چارواکي وايي، د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو پر کاروان برید پر شا شوی او په پایله کې یې شل طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي د (یکشنبه، د لړم ۴) ویلي، چې وسلوالو طالبانو پرون ماښام د چهاربولک ولسوالۍ اړوند په انګورباغ او تېمورک سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بریدونه کړي.
ښاغلی رضايي زیاتوي، چې بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا پر شا شوي او په پایله کې یې شل طالب جنګیالي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
ښاغلی رضايي همداراز وايي، د چهاربولک ټولې نظامي پوستې پر وسلو سمبال شوې دي.
چهاربولک د جوزجان – بلخ پر لویه لاره پرته ولسوالي ده، چې د اقینې بندر د هېواد له شمال او مرکز سره نښلوي.
تېره اوونۍ هم په یاده ولسوالي کې د طالبانو د سرې قطعې دوه قومندانان په مخامخ جګړه کې وژل شوي وو.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments