په بلخ کې د۲۲ طالب قوماندانانو په ګډون ۷۸ طالبان وژل شوي دي

comments 0

3 Views

هندوکش – بلخ: دبلخ ولایت په چمتال، بالابلوک،دولت اباد ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په ځانګړو او بیلا بیلو عملیاتوکې ۷۸ طالبان وژل شوي دي.
د۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد عملیات دیوې اونۍ راهیسې بلخ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې په لا ره اچول شوي دي،په نوموړو عملیاتو کې زیاتې سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي، همدا راز اعلامیه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۲۰ کړۍ ماینونه او دوسلوالو ترهګرو دوسلو اومهماتو زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
امیر حسیین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments