په بلخ ولایت کې ۶تنه وسلوال طالبان وژل شويدي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل:‌ د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو دبلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې دافغا ن ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې دافغان ځواکونو له خوایې بریدونه په شا وتمبول او پایله کې ۶تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان شویدي.
خبرپانه زیاتوي، چې په یاده نښته کې له طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغان ځواکونو اوطالبانو په نښته کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دي رسیدلی .
په ورته وخت کې دیاد ولایت اوسیدونکي دافغان ځواکونو دملاتړ ترڅنګ دطالبانو په وړاندې دعملیاتو غوښتنه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments