په بلخ ولایت کې ۱۵ تنه وسلوال طالبان ووژل شو

comments 0

1 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې په پایله کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو او ۱۵تنه وسلوال طالبان ووژل شول.
ځايی چارواکي وايي، چې طالبان د سولې ملي پروسې ته ژمن نه دی او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره جګړې ته شدت ورکړي او هره ورځ د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کوي.
په عین حال کې د بلخ ولایت اوسیدونکو د جګړې له ښکیلو طرفونو په ځانګړي ډول له طالبانو غوښتي دي، چې جګړه بس کړي او سوله وکړئ.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments