په بلخ ولایت کې سلګونه وسلوال طالبان د سولې له ملي پروسې سره یو ځای شول

comments 0

3 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ د بلخ ولایت په چارکند ولسوالۍ کې له سلګونه وسلوال طالبان د سولې له ملي پروسې سره یوځای شول او له جګړې یې لاس واخیست.
د بلخ ولایت چارکند ولسوالي ولسوال سلیمه مزارۍ وايي، چې تسلیم شوي وسلوال طالبان د یادې ولسوالۍ د قومي مشرانو په مرسته د سولې له پروسې سره یوځای شول.
تسلیم شوو طالب وسلوالو په خپلو کړنو پښیماني ښودلې او له نورو طالبانو څخه یې غوښتنه کړې، چې راشئ حقیقت درک کړئ، له جګړې لاس واخلې او د سولې له پروسې سره یوځای شئ.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments