په بلخ ولایت کې د طالبانو سرې قطعې ۷ تنه غړي ووژل شول

comments 0

4 Views

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د بلخ ولایت په چهار بلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د طالبانو برید په شا تمبولی او له ماتې سره یې مخ کړی دی.
ځایي چارواکي وايي، چې د طالبانو سرې قطعې غړو غوښتل د افغان ځواکونو په پوستو برید وکړي، چې د دوي له ځوابیه برید سره مخ شول او په پایله کې د طالبانو سرې قطعې ۷ تنه غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ د جګړې له ښکیلو لوریو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلئ او سوله وکړئ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments