په بغلان کې ۱۱۳ طالبان وژل شوي دي

comments 0

2909 Views

هندوکش – بغلان: دبغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي،چې په بغلان ولایت کې په درې ورځو عملیاتو کې ۱۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، چې طالبانو له ځو ورځو راهیسې دبغلان ولایت لویه لاره دمسافرو په مخ تړلې وه، چې دافغان ځواکونو له څو ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۵۱طالبان وژل شوي او ۶۲ تنه وسلوال طالبان تپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments