په بغلان کې سلګونو علماوو د شنبې ورځې له ټاکنو ملاتړ وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – بغلان :په بغلان کې سلګونو علماوو د يوې پراخې ناستې په لړ کې پر خلکو غږ وکړ چې د شنبې ورځې په ټاکنو کې ګډون وکړي اوخپله رايه اهل صالح خلکو ته ورکړي.
دوی پر خلکو غږ وکړ چې رايه د اسلامي اصل «بیعت» پر بنسټ واجب ده او خلک مسولیت لري چې رایه ورکړي ځکه د رايي نه ورکړې په صورت کې د ناصالح افرادو د بریا يا نورو ستونزو د ډيریدا په صورت کې به هر فرد د الله تعالی پر وړاندې مسول وي.
دوی پر علماوو هم غږ وکړ چې د متخاصمو هیوادونو خصوصا ایران او پاکستان له ملایانو دې شرم وکړي ځکه هلته ملا رايه ورکول فرض او نه ورکړه يي ګناه کبیره بولی خو په افغانستان کې ډيری علما چوپ دي چې دا چوپتيا يي د خدای تعالی پر وړاندې دوی مسول کړي دي .
دوی وايي چې دا وطن پر علماوو هم حق لري او علما باید خپل مسولیت ادا کړي.
د بغلان علماوو همدارنګه په ټول هیواد کې له علماوو وغوښتل چې د جمعې ورځې په خطابو کې باید پر ټاکنو، د خلکو پر ګډون او ورتګ باندې ولس ته تقاريروکړي.

Share this page to Telegram

Comments