په بغلان کې د وسلوالو طالبانو استخباراتي مسوول ونیول شو

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول قاري صلاح الدین نیولی دی.
وزارت نن شنبې د تلې ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه استخباراتي مسوول د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې تر یوې لنډې نښتې وروسته نیولی دی.
سرچینه وايي، د قاري صلاح الدین سره یو ځای د هغه څلور تنه همکاران هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، نیول شویو وسله ترهګریزه پېښو په طرح، سازماندهي او په ځانګړې توګه د بغلان – کندوز پر لویه لار له مسافر وړونکو وسایطو څخه په باج اخیستنه کې مهم نقش درلود.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه پنځه میله وسلې هم ترلاسه شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments