په بغلان کې دطالبانو دوسلو اومهماتو ۲ زېرمې له منځه وړل شوي

comments 0

96 Views

هندوکش – بغلان: دبغلان ولایت په ډنډ غوري او ډنډشهاب الدین ولسوالیو کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالب وسلوالو دو سلو اومهماتو ۲ سترې زیرمې له منځه وړل شوي دي.
دبغلان امنیتي چارواکي وايي، چې دطالبانو په دې ډیپوه ګانو کې ډول، ډول مهمات ،سپکې اودرنې وسلې شاملي وې.
دچارواکو په خبره طالبانو له یادو سیمو څخه دبغلان په مرکزي برخو باندې بریدونه پلانول او بې ګناه ملکي کسان به یې وژل، چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه په دبغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین ولسوالیو کې په پراخو علمیاتو بوخت دي او هڅه کوي، چې ټولې سیمې ددښمن له فعالیت څخه پاکې کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments