په بغلان ولایت کې پرطالبانو دديني عالمانو او دبغلان ا وسیدونکو نیوکې

comments 0

1 Views

هندوکش – بغلان: بغلان کې دیني عالمان او مدني فعالان وايي چې طالبان په خپل قوت کاذب غرور لري او دهمدې غرور ترڅنګ یې دتاوتریخوالو ډکو بریدونو دوام ددې لامل وګرځېد چې دامریکا له لورې دسولې خبرې وځنډیږي.
ددې ولایت ځايي اوسیدونکي وايي چې اوس طالبان دمالي امکاناتو له نشتون سره مخ دي او په دې نیت یې په پلخمري – کندوز او فراه بریدونه کړي و چې ښارونه چور کړي او ځانته پرې تجهیزات واخلي .
دبغلان اوسیدونکي وايي چې طالبان کوشش کوي چې ځان امریکا ته یو قوي قوت ثابت کړي او په همدې قوت کاذب غروریې دسولې خبرې له خنډ سره مخ کړې چې ملامت پکې د خلکو په برابر له دې امله طالبان دي چې هم دسولې خبرې کوي اوهم له تاوتریخوالي ډکو بریدونو ته زور ورکوي .
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments