په بغلان ولایت کې دطالبانو مرستیال والي وژل شوي

comments 0

3 Views

هندوکش – بغلان: تیره شپه دبغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې دبغلان ولایت لپاره دطالبانو له لوري ټاکل شوي مرستیال والي وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوي اعلامیه کې راغلي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې دطالبانو له لوري دبغلان ولایت لپاره دمرستال والي قاري بختیار په وژل کیدو سربیره دسمنګان ولایت روي دواب ولسوالۍ ولسوال مولوي شمشاد هم وژل شوي دي.
چارواکي وايي، چې په یادو عملیاتو کې دطالبانو دموټر جوړولو یو ورکشاپ،یو دماین جوړولو مرکز،یو هایلکس موټر او۳۰ کړۍ ماینونه هم له منځه تللي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments