په بدخشان کې وسلوالو طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

comments 0

5 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان امنیه قومانداني خبر ورکوي، چې په جرم ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني رسنیو ته وویل، لومړی وسله والو طالبانو تېر ماښام پر جرم ولسوالۍ له درېیو لوریو حملې وکړې، چې وروسته جګړه پیل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو روانه وه.
ښاغلی روحاني وايي، په وسله واله جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري صابر او ۳ تنه نور وسلوال ووژل شول.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، د طالبانو یو سرګروپ قاري شمس اله له پنځو نورو وسلوالو سره ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments