په بدخشان کې د وسلوالو طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو

comments 0

135 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان امنیتي چارواکي وايي، چې د ياد ولایت په یاوان ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جکړه کې د طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني پې اړه وویل، چې طالب جنګیالیو پرون ورځ شاوخوا دوه بجې د بدخشان د یاوان ولسوالۍ په انج کلي برید وکړ.
ښاغلي روحاني زیاته کړه، چې برید د امنیتي ځواکونو له خوا پر شا تمبول شوی او د طالبانو یو مهم قومندان روح الله، چې په عباس مشهور و هم په دې نښته وژل شوی.
نوموړی زیاتوي، چې دوه نور وسلوال هم ټپیان شوي دي.
د بدخشان چارواکي دا څرګندونې په داسې مهال کې کوي چې وسلوالو طالبانو د هېواد په دېری ولایتونو کې جګړه ته زور ورکړې، طالبانو د امریکا سره د سولې په تړون کې ویلي وو چې جګړه به کموي خو بر عکس طالبانو جګړې ته نور هم شدت ورکړی دی.
نجیبه سوروي

Share this page to Telegram

Comments