په بدخشان کې د وسلوالو طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون څلور غړي ووژل شول

comments 0

17 Views

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان سیمه ایز چارواکي خبر ورکوي، چې د فیض اباد ښار په اتمه ناحیه کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی او په پایله کې یې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له خپلو څلورو غړو سره وژل شوی دی.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني وایي، طالبانو تېره شپه (جمعه، تله، ۴) د فیض اباد ښار اتمې ناحیې اړوند په دوابه یفتل بالا سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو برید کړی، چې یو ساعت یې دوام کړی.
د هغه په وینا، په دې نښتو کې د طالبانو یو سیمه ایز قومندان له خپلو څلورو تنو سره وژل شوی.
روحاني همداراز وایي، چې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.
د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، چې طالبانو د سولې خبرو سره سم په وروستیو کې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه زیات کړي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments