په بدخشان کې د طالبانو پنځلس کیسیزه ډله له منځه وړل شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – بدخشان: د بدخشان ځایي چارواکي وايي چې د افغان امنیتی ځواکونو په هوایي او ځمکنې بریدونو کې د طالب وسله والې ډلې پنځلس کسان وژل شوي دي.
فیض اباد – د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت پر یو شمېر ولسوالیو د طالبانو له ډله ییزو حملو وروسته د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې پنځلس تنه طالبان وژل شوي دي
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ له لوري پر زیباک، کران او منجان او جرم ولسوالیو تهاجمي حملې پیل کړې چې د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې د دوی ۱۵ وسله وال ووژل شول او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د نظري په خبره، په وژل شویو کې د طالبانو یو قوماندان او دوه بهرني اتباع هم شامل دي.
د والي ویاند وویل: “په وژل شویو کسانو کې یو تن د طالبانو یو مهم غړی او مخکښ قوماندان دی او امنیتي ځواکونو چې موږ ته راپور راکړی، دوه تنه یې بهرنیان دي.”
دا حملې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د الفتح په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو پیل اعلان کړی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments