په بدخشان ولایت کې دسولې په ملاتړ غوڼده ترسره شوه

comments 0

1 Views

هندوکش ــ بدخشان: په بدخشان لایت کې سلګونو دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو او دیاد ولایت اوسیدونکو دیوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې په ملاتړ غونډه ترسره کړه.
دغونډې ګډونوالو په ځانګړي ډول دیني عالمانو دجګړې له ښکیلو لوریو افغان حکومت او وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل، چې نوره جګړه پای ته ورسوئ او په دوحه کې په یوه دايمي اوربند پریکړه وکړئ.
دوي وايي، سوله دهر افغان هیله او غوښتنه ده او باید دجګړې ښکیلې خواوې د افغانانو هیلو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو دپیل سره طالبانو جګړې ته زور کړي او دتاوتریخوالي دکموالي پرځای یې زیات کړی دی.
بل لوري دطالبانو دجګړې سره هم مهاله دهېواد په مختلو ولایتونو کې د سولې په ملاتړ غونډې هم ترسره شوې او د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments