په بادغیس کې څلور وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

96 Views

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس کې امنیتي چارواکي وایي، چې طالبانو په قادس ولسوالي کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابي بریدونو کې څلور تنه طالبان وژل شوي.
د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر شیراقا الکوزی وایي، طالبانو تېره شپه په قادس کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو لخوا پر شا تمبول شوي دي.
د هغه په وینا، په ځوابي بریدونو کې څلور طالبان وژل شوي او شپږ ټپیان شوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
قادس د بادغیس په شمال ختیځ کې پرته ولسوالي ده، چې طالبانو یې څو ځلې د نیولو هڅه کړې؛ خو بریدونه یې د امنیتي ځواکونو لخوا پر شا شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې وه.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments