په بادغیس کې لېورونو خپله ورېندار وژلې

comments 0

1148 Views

هندوکش – بارغیس: د بادغیس ولایت له امنیه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نادیې په نوم دغه اتلس کلنه میرمن په دره بوم ولسوالۍ کې وژل شوې ده .
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دغه کونډه میرمن تېره شپه وروسته له هغې لیورونو په ډزو ووژله چې د خپل ۶۵ کلن لیور سره یي له واده کولو انکار وکړ.
د نادیې خاوند هم څه موده وړاندې مړ شوی و.
د بادغیس پولیسو په دې تور څلور کسان نیولي دي
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments