په بادغیس کې امنیتی ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې

comments 0

20 Views

هندوکش ـ بادغیس: د بادغیس ولایت په قادیس ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.
د قادس ولسوال محمد حیدر شریفي وویل، چې په دې نښتو کې دوه وسلوال وژل شوي او پنځه وسلوال ټپیان شوي دي.
ښاغلي شریفي ټینګار وکړ، چې طالبانو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ځانونه داخل کړي او مالي زیانونه واړوي خو خوشبختانه چې طالبان پردې بریالي نشول او مرګ ژوبله ورته واوښته.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments