په بادغیس ولایت کې په کروندګرو اصلاحي تخمونه وویشل شول

comments 0

3 Views

هندوکش ــ بادغیس: د بادغیس ولایت دکرنې ریاست وايي،چې دبادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې مو دیوه لوړپوړي پلاوي په شتون کې پر۱۰۰۰ ګروند ګرو باندې دغنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل.
دیاد ولایت ځايي چارواکي وايي،چې یاد تخمونه یې په دې هدف ویشلي دي،چې ګروند ګردنشه يي توکو له کر او کیلې څخه لاس واخلې او له خپلې ځمکې څخه حلال رزق ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې دبادغیس والي دکرنې دوزارت دکړي اقدام ستاینه کوي او وايي،چې په دې سره به د کروند ګرو په حاصلاتو کې پراخ زیاتوالی راشي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments