په بادغیس ولایت کې د وسلوالو طالبانو یوه ۲۰ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه

comments 0

1472 Views

هندوکش ـ بادغیس: د باد غیس ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په بادغیس ولایت کې د وسلوالو طالبانو یوه ۲۰ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شوه او له جګړې یې لاس واخیست.
چارواکي وايي، چې تسلیم شوو وسلوالو په خپلو کړنو پېښماني ښودلې او له نورو طالب وسلوالو څخه یې غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلې او سولې ته غاړه کېږدئ.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکو د طالبانو یادې ډلې هرکلی کړی او په وسلوالو طالبانو یې غږ کړی، چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدئ او له بې ګناه افغان وژنې څخه لاس په سر شئ.
وسلوالو طالبانو تراوسپه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امیرحسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments