په بادغیس ولایت کې د طالبانو نظامي کمیسون مشر ووژل شو

comments 0

6 Views

هندووکش ــ بادغیس: افغان ګډو ځواکونو د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو د نظامي کمیسون مشر په ګډون ۱۰ تنه طالبان وژل شويدي.
د یادو لایت امنیتي چارواکي وايي،چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی طالب قوماندان په بادغیس ولایت کې د ملکي وګړو په وژنو، چاودنو او ګن شمیر نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجقوي

Share this page to Telegram

Comments