په بادغیس ولایت کې ديني عالمانو د سولې په ملاتړ غږ پورته کړ

comments 0

153 Views

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس ولایت کې سلګونو دیني عالمانو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې سولې په ملاتړغږ پورته کړ او د جګړې له ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو څخه یې وغوښتل،چې جګړه بس کړئ او سولې ته غاړه کیږدئ.
یادو دیني عالمانو په هېواد کې د دیني عالمانو په یووالي ټینګار وکړ او له دوي څخه یې وغوښتل،چې د بهرنیو هېوادونو د شومو دسیسو په وړاندې راپورته شئ او مخه یې ونیسئ.
دوي همدا راز د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او د افغان ځواکونو څځه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغوڼدې ګډونوالو د سولې په ازرښتونو خبرې وکړې او د سولې په پروسه کې یې د دیني عالمانو په ونډه ټینګار وکړ.
امیرحسېن سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments