په بادغیس او فراه ولایتونو کې ۲۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

12 Views

هندوکش ـ فراه: د فراه او بادغیس ولایتونو ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې د فراه ولایت په مرکز او د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځای هوایي بریدونه کړ ي، چې په پایله کې ۲۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وایي، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات له منځه تللي او څو پټنځایونه یې ویجاړ شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو هوايی بریدونو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
امیرحیسن سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments