په ایران کې د امریکا سفارت دروازه وتړل شوه

comments 0

65 Views

هندوکش – ایران: ایراني رسنۍ وایي، ایران په تهران کې د امریکا د سفارت دروازه د تل لپاره تړلې ده. ایران دا اقدام وروسته تر هغه کوي چې امریکا د ایراني مشرانو پر سفرونو بندیزونه ولګول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې د تل لپاره له یاد هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې شلوي.
د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته تر هغه دې کچې ته رسېږي چې ایران وویل خپله خاوره کې یې د امریکایي پوځ یوه ډرون الوتکه رانسکوره کړې ده خو امریکا بیا وویل دا قیمتي الوتکه د هرمز تنګي د نړیوالو اوبو له پاسه د ایران لخوا په نښه شوې ده او دوی به یې دا کار بې ځوابه پرېنږدي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments