په اچين کې د داعش د ځانمرګو د روزنې مرکز په نښه شوی درنه مرګ ژوبله لري

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې په اچين کې د پيخې په نوم سيمه کې په هوايي بريد کې د داعش د ځانمرګو د روزنې يو مهم مرکز په نښه شوی دی.

په دې پيښه کې د داعش د دوو روزونکو قاري قرآن او قاري فدا په ګډون ۴۰ تنه ترهګر چې د ترهګریزو بریدونو په خاطر روزل کيدل وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيه قومنداني هم ددې بريد پخلی کوي.

ددې قومندانۍ د رسنیو مسول حضرت حسين مشرقيوال هندوکش ته وويل چې په دې پيښه کې د داعش د ستر مرکز د ویجاړيدو تر څنګ په لسګونو ميله وسله او په ټنونو چاوديدونکي هم له منځه تلي دي.

تر دې دمه داعشي تکفيريانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو په سيمه کې خلکو ويلي دي چې داعش تر وروستیو بريدونو را وروسته خپل مورال بایللی دی.

ياد بريد پر داعش په داسې حال کې شوی دی چې تيره اونۍ دې ډلې د تیرو وحشتونو په لړ کې يو وار بيا په کابل کې پر جومات په يو ترهګریز بريد کې تر پنځوسو پورې لمونځ کونکي شهيدان کړل.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply