په اندړو کې پنځلس پاکساني کماندويان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ غزني: په غزني کې د اندړو پر ولسوالۍ د طالبانو د ډله ایز برید تر شاته تمبول کيدو وروسته د لسګونو طالبانو دمړو تر راټولولو وروسته جوته شوې چې په وژل شويو کې پنځلس يي پاکستاني کمانډويان دي.

په دې نښته کې افغان سرتیرو پنځه تنه پاکستاني کماندویان هم چې په سیمه کې نابلده وو د تيښتې په حال کې ژوندي نيولي دي.

د  غزني والي کريم متين له رسنیو سره په خبرو کې ويلي دي چې ددې جګړې مشري پاکستان کوله.

نوموړی وايي چې پنځلس وژل شوي پاکستاني کمانډويان په سیمه کې له طالبانو پاتې دي.

د هغه په خبره پنځه تنه پاکستاني کمانډويان هم افغان سرتیرو ژوندي نيولي دي.

متین زیاتوي چې په دې نښته کې افغان ځانګړو ځواکونو په موخه ایزو عملیاتو کې لسګونو افغان طالبان هم وژلي دي.

ياده دې وي چې دا لومړی وار نه دی چې پاکستانيان له طالبانو سره نيغ په نيغه په نښته کې برخه اخلي.

تر  دې مخکې هم په پکتيا کې يو تن پنجابی افغان سرتیرو ژوندی نیولی وو چې وروسته رسنیو ته هم وښودل شو.

د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني کماندويانو او آی اس ای د کور ناستو افسرانو لپاره د سرې قطعې په نوم جوړښت د ياد هیواد له لوري رهبري کيږي.

ددې قطعې لومړنی مشر سمیع الله کشميری د پاکستان د کشمير وو چې په فراه کې و وژل شو.

په وروستیو کې په نړۍ واله کچه د پاکستان د سياسي انزوا په لړ کې ياد هیواد هڅه کوي د افغان دولت خولو په ورته وحشتونو سره پټه کړي.

بلخوا په اندړو کې خلک هم وايي چې د طالبانو سره راغلي ډيری پټ مخي په اردو غږيدل.

دوی وايي چې په وژل شویو کې يو تن د القاعدې يو مهم قومندان هم شامل دی.

هیره دې نه وي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ د طالبانو بريد له موټر بم څخه پيل شو چې له سختې ماتې سره مخ شو.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply