په امریکی کې د کرونا ویروس شپږ تنه مړه کړي دي

comments 0

8 Views

هندوکش – امریکا: امریکایي مقاماتو ویلي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس له وجې د مړینو کچه شپږو تنو ته رسیدلې او پر دغه ناروغۍ باندې د اخته کسانو شمیر ١٠٠ تنو ته لوړ شوی.
د امریکا د عامه روغتیا د خدماتو د ادارې رئیس جیروم ادمس، د سه شنبې په ورځ، مارچ ٣ وویل: “باید مراقب اوسوو او د خپلې ساتنې لپاره مناسب تدابیر ونیسو. مونږ باید ونه ډاریږو، دمخه مو هم دا ډول شیان تیر کړي دي”.
په امریکا کې د کروناویروس د پراخیدو په اړه د خبرونو له خپریدو وروسته په پلورنځیو کې موجود ماسکونه یو دم خرڅ شول او یو شمیر خلکو زیات شمیر ماسکونه واخسیتل.
کروناویروس چې د ٢٠١٩ کال په پای کې د چین د هوبي ولایت په مرکز ووهان ښار کې رامنځ ته شو تر اوسه ٧٠ هیوادونو ته پراخ شوی دی او د شاوخوا ٣١٣٠ کسانو د مړینې سبب شوی دی. پدغو هیوادونو کې پدې مرض باندې د اخته کسانو شمیر د ٩٦ زرو څخه اوښتی دی.
د کروناویروس د تلفاتو زیاته شمیره په چین کې ثبت شوې ده. د سه شنبې تر ورځې، مارچ دریمې پورې په چین کې ۲۹۴۶ تنه مړه شوي چې په ډیر یې د ووهان ښار اوسیدونکي و.
د ووستیو راپورونو په اساس، چین کې پدې مرض باندې د اخته کسانو شمیر څه دپاسه ۸۰۴۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments