په افغانستان کې په ټولو ترهګریزو او لویو بریدونو د طالبانو ښکاره اعتراف

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د طالبانو د قطر دفتر غړی عبدالسلام حنفي وایي له طالبانو پرته په افغانستان کې هېڅ جنګي ډله شتون نلري او یواځې طالبان کولای شي، لوی بریدونه وکړي.
د دغه مرکې په دوام طالب مشر عبدالسلام حنفي وایي چې موږ د اوربند پر مهال دا خبره ثابته کړې هم ده.
نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د ملاتړي خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړیدي.
دغه ویډیو د ننګرهار له خونړي برید وروسته چې نن تر سره شو او اکثره قربانیان او وژل یې د ښوونځي ماشوم زده کوونکي دي پر ټولنیزو رسنیو او خاص ډول پر فېسبوک د عامو خلکو لخوا لاس په لاس کیږي.
خلکو طالبان تورن کړي، چې کواګې لا هم د سولې اراده نلري او ملکي افغانان وژني.
لدې وړاندې افغان حکومت په وار، وار د طالبانو هغو بریدونو ته چې دوی یې مسؤلیت پر غاړه نه اخیسته، په غبرګون کې ویلي دي، چې طالبان په افغانستان کې د ټولو ترهګریزو بریدونو مسؤل دي او رسنیو ته یې شواهد وړاندې کړي دي.
افغان حکومت ویلي و، چې داعش ډله هم د پاکستاني استخباراتو تر مدیریت لاندې د حقاني شبکې او طالبانو له جنګیالیو نه په استفادې بریدونه کوي او اصلاً د داعش په نوم هېڅ ډله په افغانستان کې شتون نلري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments