په افغانستان کې د طالبانو د روانو وحشتونو د حرمت په اړه مکې مکرمې د امام عبدالرحمن سدیس د وينا مهم ټکي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په ټوله اسلامي نړۍ کې په افغانستان کې د روانو وحشتونو پر ضد غږونه پورته شوي دي او اوس اوس له مکې مکرمې هم دا غږ را پورته شو چې په افغانستان کې د طالبانو روان وحشت چې تر هرنامو لاندې وي حرام دی.
د مکې مکرمې امام شيخ عبدالرحمن سدیس د جمعې ورځې په خطبه کې پر ښکيلو لورو د سولې دکولو او اوربند د غځولو غږ کړی دی.
زموږ همکارې سپوږمۍ پوپلزۍ چې د نوموړي خطبه يي له عربي پښتو ته ژباړلې ده لنډې برخې يي دلته خپروي.
د مکې مکرمې امام په خپلو خبرو کې وويل:« ايمان لرونکو وروڼو اسلامي ټولنې تل له بیلوالي او شرارت څخه رنځ وړي خو کله کله داسې هيلې وټوکيږي چې ټول هیله من شي په دې اختر کې په سختو ورځو کې داسې پيښه وشوه چې د نړۍ د مومنانو زړونه پرې خوشاله شول او اختر مو روښآنه شو، دې کار ډير خلک خوشاله کړ او دا بې ساری کار په افغانستان کې اوربند او په سوله کې د افغان وروڼو اختر لمانځنه وه.»
شيخ سديس زیاتوي:« افغان وروڼو په يو غږ« واعتصموا بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا» چې الهي امر دی لبیک ووايه او هم يي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا حديث « علیکم باالجماعه » يانې ستاسو نه يوه ډله باید له مسلمانانو سره وي په ريښتوني ډول پلې کړه.»
شيخ فرمايي:« دې اوربند پر دې کړيدلي امت سختې ورځې رڼا کړې، تیر وياړلی تاریخ يي بیرته را ژوندی شو، دوی د غفلت له خوبه را ويښ شول، هيله ده چې دوی همدې کار ته چې اوربند او پخلاينه ده بیرته ور وګرځي څو پر اسلامي امت د وحشت غوړيدلی سيوری د تل لپاره محوه شي.»
شیخ سیدیس فرمايي:« الله تعالی فرمايي« په سوله کې خیر دی» د سولې له صفته ډير عاجز دي، حرمين شريفین هم افغان ولس ته د سولې پيغام استوي څو دوی با عزته خلک د سولې او امن په فضا کې د اخوت څخه ډک ژوند وکړي.»
سديس زياته کړه:« افغان ولس په اسلامي نړۍ کې ځانګړی ځای لري، دوی زرین تاريخ په ميراث پريښی دی، دوی څو لسیزې په تباه کونکې جګړه کې تير کړي دي هیله ده چې د خدای امر ته د لبیک په ويلو سره نور د وحشت دا څپه له سره لرې کړي،يو بل سره ومني او نور په يو او بل نوم په خپلو منځونو کې سره ونه وژني، دوی باید ټولې خپل منځي ستونزې د اسلام په رڼا کې حل کړي او د شر پر ځای دې د سولې لاره غوره کړي.»
هغه زياتوي:« انما المومنون اخوة فأصلحوا بين اخويكم» مومنان د يو بل وروڼه دي، تر منځ يي سوله وکړئ او سره پخلا يي کړئ…. دا زه نه وایم دا الله تعالی ويلي دي، دا زما نه د هغه رب خبره ده چې افغان ولس پوره څلور لسيزې کيږي د وحشت ښکار دي، دلته د الله تعالی خطاب عام دی او منکر کافر باالله دی، کومه داسې خبره به پکې پاتې وي چې څوک دې ترې انکار وکړي.»
ياده دې وي چې د مکې مکرمې د امام تر دې فتوا مخکې په کابل کې ۳۵۰۰ علماوو او په اندونیزيا کې هم لسګونو علماوو د طالبانو روان وحشتونه غیر اسلامي او غیرانساني بللي وو.
طالبان هم چې اوس اوس له سختې وارخطايي سره مخ دي نشي کړای چې نور تاب راوړي.
بلخوا د هلمند د سولې پلی کاروان کابل ته را رسيدلی دی چې ولسمشر محمد اشرف ورته په ښکاره ويلي دي چې له قید او شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته تیار دی.
بلخوا د ټولنیزو پاڼو کارونکي وايي چې د هلمند د سولې کاروان هغه چلنج چې ويلي وو« ولسمشره که خپلواک يي زنګ به نه وهې يو کال اوربند وکړه» اوس وشوی دی او اوس باید هبت الله هم خپله خپلواکي ثابته کړي او له دې کاروان سره خبرو ته کينې او غوښتنې يي ومني.
بلخوا په ټولنیزوپاڼو کې تر ډيره بحث پر دې دی چې له مکې مکرمې تر را پورته شوي غږ وروسته طالبان نه يوازې د وحشت حق نلري بلکه نور باید افغان ولس ژوند ته پريږدي او که احيانا انکار کوي يا افغان وژنه جاري ساتي باید پر ضد يي تر مدني خوځښتونو وروسته کور په کور پاڅون وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments