په افغانستان کې د برښنا پر ستنو هم جهاد روان دی / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د تیر پشان یو ځل بیا يو غټ جهاد یا جهاداکبر ترسره کړ، هغوی د کابل په ګدون د ګن شمیر ولایتونو پر میليونونو ښاریانو د بغلان په سيمه کي د تاجکستان د برېښنا غځېدلي مزي قطع کړل او د برېښنا پايې يې په بمونو والوزولې.
د طالبانو مشران وايي، په عام المنفعه پروژو کار نه لري، دا عام المنفعه پروژه وه که نه وه، چي پر میليونونو انسانانو څو ورځي برېښنا قطع وه.
په هر صورت، یا به د طالبانو مشران په کاذبانه ډول ملت خطاباسي او یا به د هغوی سيمه ييز قوماندانان اوس تر دم او چپ وتلي وي. د برېښنا سره جهاد، د ښوونځۍ سره جهاد، د روغتون سره جهاد او باالخره، د ښوونکي، ډاکټر، انجنیر او غريبکار سره جهاد، څه ډول جهاد دی؟
نه پوهېږم، د تش په نامه جهاد اوسني پاکستاني مشران جهاد څه ډول تعریفوي؟ د ملت هډونه مو مات کړل، د ملت پر مرۍ سپاره ياست، د پاکستان لپاره کارول کېږی، خپلي پښې په تبر وهۍ. او یا په بل عبارت، هغه ښاخ آره کوۍ، چي تاسي پر ناست یاست، راوېښ شئ، د بل لپاره خپل ملت مه ځپئ.
د بل ځاله موقتي وي، د برېښنا او يا نورو دېته ورته عام المنفعه پروژو مخنيوی د ملت په ګټه عمل نه دی. زموږ زیاتره روزمره چاري اوس د برېښنا سره تړلي دي، دا برېښنیا یوازي دولتي اراکین نه استعمالوي، د برېښنا قطع کول تر ډېره ملت ته صدمه رسوي، دولتي چارواکي اوس د برېښنا ماشینونه لري، اقتصادي وضعیت یې ښه دی، خو ملت چي اقتصادي وضعیت يې هم ورځ تر بلي خرابېږي، خو له بده مرغه چې تر ډیره حده چې معلومیږي طالبان په کال کي دوه ځلي برېښنا قطع کوي.
چې یو ځل یې د ژمې په یخو شپو او ورځو کي او یو ځل بیا په سخته ګرمي کي د برېښنا قطع کېدل حتمي دي، خو متاسفانه چي زيان یې یوازي او یوازي ولسي وګړو ته رسېږي.
د کابل ښاریانو سربیره د ګن شمیر ولایتونو اوسیدونکي چې اوس مهال برښنا نلري وايي، طالبان باید نور د برېښنا سره جهاد متوقف کړي، ځکه دا فقط او فقط ولسي زيان اړوي او دولتي چارواکي په برېښنا خبرېږي هم نه.
څو ورځي مخکي د بغلان ولایت د شهاب الدین ډند او ورته نورو سیمو کي د برېښنا یو شمیر پایي په بمونو الوزول شوي او د تکبیر په نارو او شعارو سره يې د کابل او لسو نورو ولایتونو پر خلکو باندې یې د تاجکستان وارداتي برېښنا قطع کړی ده، چې طالبان دغه ناوړه عمل په میلونونو افغانان له ګنو ستونزو سره مخ کړي او له وسلوالو طالبانو غواړي چې نور دې له عام المنفعه تاسیساتو چې یوازې او یوازې ولس پورې اړه لري له دښمنی او ورانولو څخه لاس واخلي.

Share this page to Telegram

Comments