په افغانستان کې د امریکا سفیر د ټاکنو کمیسیون له پرېکړو ملاتړ وښود

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د امریکا سفارت او په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس پر ټویتر پانې راغلي چې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون فعالیتونو متاثر کړی دی او په خبره یې دغه پروسه خورا شفافه پر مخ روانه ده.
د نوموړي ټویتر کې لیکل شوي چې د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو او مشرتابه چټک کار ستایو او دوی به ارو مرو شفافې پایلې اعلانوي.
جان باس په یوه ټوېټر پیغام کې لیکلي دوی هیله لري چې د خلکو رایو ته درناوی وشي او د هغو افغانانو حقوق تامین شي چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته. هغه ټینګار کړی چې یوازې بایومتریک شوې رایې د شمېرنې وړ دي او د کمیسیون له دې پرېکړې هم ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه د دوی بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments