په افغانستان کې به د ټرمپ ستراتيژي بريالۍ شي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ واشنګټن: امریکې د سنا يو غړي جان مکين ويلي دي چې په افغانستان کې به د امريکې د ولسمشر ستراتيژي بريالۍ شي.
نوموړي وويل:« ټرامپ يوه ښې ګڼه لري چې تل مشورې اورې او هغه نظريات چې موږ يي ورته ورکوو نوموړی يي په پوره جديت سره تعقيبوي چې دا يو ښه خبره دی».
خو مکين چې د ټرامپ مخالف هم وو وويل چې ولسمشر تل دا خبره نه اوري ولې کله کله يي اوري چې دا د خبره نوموړی ځوروي. یاده دې وي چې اوس په افغانستان کې اته نيم زره امريکايي سرتیري شته دي او شونې ده ډير ژر پنځه زره نور هم افغانستان ته راشي.
مکين د روسيي په اړه هم ويلي دي چې:« روسيه يوه ستره آزموينه ده هیله مند يم کله چې له رخصتیو را ګرځو پر ياد هیواد به نور هم بندیزونه ډير کړو.
یاده دې وي چې ټرامپ د امریکې د ستراتيژي يو ټيم جوړ کړی دی چې مکين هم پکې دی او ويل کيږي ياد ټيم يوازې ولسمشر ټرامپ ته باوري نه بلکه دومره ورته مهم دی چې هره خبره يي اوري.

توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply