په ارګ له لګیدلو تورونو احمدزي تکتیکي شاتګ کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: جنرال حبیب الله احمدزی چې یو کال وړاندې د ولسمشر امنیتي چارو کې سلاکار و او پارلمان ته په نوماند کیدو یې له دندې استعفا کړې وه، په ارګ کې دننه د اخلاقي فساد تور پورې کړ.
احمدزي دا تورونه وروسته له هغې پورې کړل چې بیا یې د مشاوریت وړاندیز د ارګ له لوري رد شوی و.
ارګ د دې تورونو د سپناوي لپاره حقوقي ډله چمتو کړې چې له لوی څارنوالۍ سره کار وکړي چې د احمدزي د تورونو سپناوی وشي.
لوی څارنوالۍ هم له احمدزي غوښتي چې د خپلو ادعاو او تورونو لپاره دې اسناد او شواهد وړاندې کړي.
خو حبیب احمدزي د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې دی تیار نه دی چې لوی څارنوالۍ او یا بل ارګان ته سپناوی ورکړي.
احمدزي ویلي، افغانستان کې هیچا د تورونو سپیناوی نه دی ورکړی او دی به یې هم ور نه کړي.
خو په ټولنیزو رسنیو کې له ارګ او لوی څارنوالۍ غوښتنه شوې چې له حبیب احمدزي سپیناوی وغواړي، ځکه دا تورونه د ارګ عظمت ته سپکاوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments