په ارغنداب کې ۱۰۰۰ کورنۍ د وسلوالو طالبانو د جګړې له امله بې ځایه شوي

comments 0

15 Views

هندوکش ـ کندهار: په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست وايي، په ارغنداب ولسوالۍ کې د جګړې له کبله شااوخوا ۱۰۰ کورنۍ بې کوره شوي دي.
د دې ادارې چارواکي وايي دا کورنۍ د کندهار ښار ته کډه شوي او په ناوړه وضیعت کې دي.
د چارواکو په خبره وايي، په ارغنداب ولسوالۍ د سه شنبې په شپه د طالبانو له برید وروسته ولسوالۍ ته نږدې پراته ولسي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.
د کندهار د کډوالو د چارو ریاست وايي، د دې کورنیو سروې یې پیل کړي او ښايي په نږدې وخت کې ورته مرستې ورسوي.
دا اداره وايي، په روان کال کې ۱۵۰۰ کورنۍ په کندهار کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ځايی اوسیدونکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د ملکي خلکو په کورونو کې ځانته سنګرونه جوړ کړي او موږ اړ شو چې خپل کورونه طالبانو ته پرېږدو او نور ځایونه ته کډه شو.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments