په ارزګان کې ۵۴ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ارزګان: ملي دفاع وزارت وايي، اروزګان ولایت کې افغان ځواکونو د طالبانو تر برید وړاندې برید کړی او ۵۴ تنه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه وړمه ورځ د اروزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینه وايي، طالبانو پلان درلود، چې ګیزاب کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ او برید یې پرې وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې، ممهمات او نقل وسایط له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې د قطر خبرو د پیل سره د هېواد د ځینو نورو برخو په څېر په اروزګان ولایت کې هم جګړو او ناامنیو زور اخیستی دی.
طالبانو دوه اوونۍ وړاندې هم د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز برید کړی و، چې د افغان ځواکونو له خوا د ماتې سره مخ شول.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments