په ارزګان کې ۱۹ تنو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

5 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت امنیتي چاوراکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او په پایله کې ۱۱تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۸ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۱۱ تنو په وژل کیدو او ۸ تنو طالبانو په ټپي کیدو سربیره ګڼ شمیر وسلې اومهمات د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments