په ارزګان کې په سلګونو کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوې دي

comments 0

31 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان چارواکي وايي، چې د دې ولایت پر ګیزاب ولسوالي د طالبانو د بریدونو له امله په سلګونو کورنۍ خپلې مېنې پرېښودلي او نورو ځایونو ته ګډ شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې وروستیو ورځو کې د ارزګان په ګیزاب او دهراود ولسوالیو کې زیات بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې
وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د والي ویندوی زړګي عبادي په ګیزاب ولسوالي کې د جګړې له لاسه د بې ځایه شویو په اړه وویل: “تقریباً زر تنه لرو چې د شېران منطقې ته تللي، همداراز دایکنډي ته تللي، کمه فیصدي یې د ارزګان مرکز ته هم راغلي دي.”
سلګونه تنه نور په دهراود کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اروزګان د والي ویندوی وايي ،چې کومانډو ځواکونه وربلل شوي چې ژر په ګیزاب کې هغه ساحې له طالبانو تصفیه کړي چې دې ډلې په وروستیو بریدونو کې نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل سره همماهله طالبانو په خپلو بریدونو کې زیاتوالي راوستی دی افغان حکومت او نړېوالو پر طالبانو غږ کړی چې په تاوتریخوالي کې کموالی راولئ خو طالبانو تر اوسه یادې څرګندونو ته پام ندی کړی او جګړه یې نوره هم شدیده کړې ده.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments