په ارزګان کې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۰۰ طالبانو وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان محلي چارواکي وايي، په تېرو دوو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیات وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد خطاب خنجري رسنیو ته وویل، دغه وسلوال په ګېزاب او دهراوود ولسوالیو کې د جګړو پر مهال وژل شوي.
ښاغلی خنجري زیاتوي: “۲۹۳ تنه دښمنان په دهراوود ولسوالۍ کې وژل شوي او په ګېزاب ولسوالۍ کې هم موږ طالبانو ته درانه تلفات واړول، دوه شپې مخکې طالبانو غوښتل چې هلته پر یوې امنیتي پوستې برید وکړي، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ تنه یوځای ووژل شول او ۱۳ تنه نور بل ځای ووژل شول او سلګونه‌يې نور ټپیان دي.”
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments