په ارزګان کې شل طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ترينکوټ: په ارزګان کې د هوايي ځواکونو په موخه ایزو عملیاتو کې شل وسله  وال ترهګر وژل شوي دي.

ياد بریدونه چې د ارزګان د چورې ولسوالۍ په نيازوکلي کې شوي دي د طالبانو د سوق او ادارې او  ځينو نورو برخو څو مهم مرکزونه په نښه شوی دي.

د ارزګان ځايي مسولین وايي چې په دې عملیاتو کې درې عرادې موټرسايکلونه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې او ځينې نور وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

په ارزګان کې سیمه ایز مسولین وايي چې ددې ولايت په ډيرو سیمو کې د طالبانو پر ضد هدفمند عملیات په ډيرې چټکۍ سره پر مخ ځي.

Share this page to Telegram

Comments