په ارزګان کې د افغان هوایې برید کې ۴ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

7 Views

هندوکش ـ ارزګان: چارواکي خبر ورکوي، چې څلور وسلوال طالبان په ارزګان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول.
سیمه‌ ییز چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د ترینکوټ ښار په کوټوال سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو نیت درلود چې هوایي ځواکونو ورباندې برید وکړ.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي وویل، په دې پېښه کې ګڼ شمېر نور طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments