په ارزګان کې دیني عالمانود طالبانوله لوري په ملکي وګړو بریدونه غندلي دي

comments 0

7 Views

هندوکش ـــ ارزګان: د ارزګان ولایت ديني عالمان او اوسیدونکي دوسلوالو طالبانو هغه کړنې اوبریدونه غندلي، چې په ترڅ کې ملکي وګړي وژل کيږي.
ديني عالمان وايي،چې دبې ګناه انسانانو وژل په هیڅ دین او قانون کې دتوجیه وړنه دي ،څوک یې چې ترسره کوي ظالمان اوقاتلان دي.
یاد ديني عالمان له ولسونوغوښتنه کوي، چې دورانکارو او ترهګریزو کړنو په اړه له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي اودوي ته خبر ورکړئ.
دیادونې وړ ده ، چې څه موده وړاندې طالبانو په ارزګان ولایت کې دیوه خصوصي شرکت دوه تنه کارکونکي په داسې مهال کې وژلي دي،چې دوي دیوه کلنیک دودانۍ په جوړولو بوخت وو.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments