په ارزګان ولایت کې ۵۰ طالبان وژل شویدي

comments 0

55 Views

هندوکش ــ ارزګان: د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې تیره شپه طالب وسلوالو دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه پیل کړي وو، چې په ترڅ کې دافغان ځواکونو له بشپړ مقاوت سره مخ شوي دي.
دملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په یادوجګړه کې دهوايي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۵۰تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
اعلامیه زیاتوی، افغان ځواکونه دطالبانو په وړاندې عملیات پراخ کړي او هڅه به وکړي، چې په هېواد کې دیادوترهګرو پتڼځایونه له منځه یوسي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments